د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه وويل چې په سوريه کې زيات مليتونه او ډول ډول مذهبونه شتون لري،نو په کار ده چې نور هېوادونه د سوريې د خاورو په بشپړتيا کې لاسوهنه ونه کړي.
د کريملين ماڼۍ د خبر له مخې،پوټين په همدې ورځ د روسيې د دفاع کوونکو ورځې د لمانځنې فعاليت د ګډون په وخت کې وويل چې د خاورو بشپړتيا د سوريې مسئلې د حلولو مخکښ شرط دی.په سوريه کې د روسيې د پوځي عملياتو موخه د ترهګرو له منځه وړل او د سوريې د قانوني قدرت ساتل دي،روسيه به د سوريې په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
په ژنيو کې د سوله ييزو خبرو اترو د يادونې په وخت کې پوټين وويل چې په وروستيو ورځو کې د قزاقستان په پلازمينه استانا کې د سوريې مسئلې په اړه خبرې اترې برياليتوب تر لاسه کړی.هيله ده چې د ژنيو سوله ييزې خبرې اترې هم پرمختګ تر لاسه کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |