CRI Online

د چين د دفاع وزارت هيله لري چې د امريکا الوتکه وړونکې بېړۍ د سيمه ييزو هېوادونو حاکميت ته درناوی وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-24 11:32:23

د چين د ملي دفاع وزارت د ويبپاڼې د خبر له مخې د چين د دفاع وزارت د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه او د دفاع وزارت د معبوعاتي ادارې مرستيال او د دې وزارت د مطبوعاتو وياند ژون ګوو چيانګ د خبريالانوپوښتنو ته ځوابونه ور کړل.

له نوموړي څخه يوه خبريال پوښتنه وکړه چې د روانې مياشتې له ١٨مې نيټې څخه د امريکا کارل وينسن الوتکه وړونکې بېړۍ په جنوبي سمندر کې ګزمې پيل کړې دي. په دې هکله چين څه نظر لري؟

ژون ګوو چيانګ وويل چې په جنوبي سمندري سيمه کې د يادې الوتکه وړونکې بېړۍ د ګزمې په باب مو معلومات تر لاسه کړي او هيله لرو چې امريکا د سيمه ييزو هېوادونو د حاکميت او امنيتي ګټو درناوی وکړي او هم د دې سيمې د سولې او ثبات ساتلو لپاره د سيمه ييزو هېوادونو د کوښښونو درناوی  وکړي. مونږ هيله لرو چې امريکا له چين سره سم مدار ته د دواړو پوځونو ترمنځ د اړيکو د داخلېدو د پرمخبيولو لپاره ګډه هڅه وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای