د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ايران د انقلابي ګارد د استخباراتي څانګې مرستيال حسين نيجات د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه وويل چې په اقتصادي ساحه کې د فاسدو کسانو پر وړاندې يې مبارزه پيل کړې او تر اوسه يې د بانکي فساد په اړه دوه شبکې کشف کړې او په تړاو يې فاسد کسان نيولي دي.
نوموړي په همدې ورځ په بوشهر ولايت کې وويل چې په دغو شبکو کې ځينو مسئولينو په ناقانونه توګه له بانکونو څخه پورونه اخيستي چې ارزښت يې دوه مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره دی،او د دغو پيسو په کارولو سره خپلې فابريکې جوړې کړې دي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |