د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د نړيوال سوداګريز سازمان پخواني عمومي مدير پاسکال لامي د فبرور ۍ په ٢٣مه نېټه په جاکارتا کې وويل چې د چين له خوا وړاندی شوی د يوه کمربند او يوې لارې پلان به د نړيوال کېدو خوځنده ځواک وګرځي.هغه زياته کړه چې د يوه کمربند او يوې لارې پلان د هوښياري نتيجه ده.د دې پلان له لارې به د يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د بنسټيزو تاسيسأتو په برخه کې د چين پانګونې زياتې شي.د بنسټيزو تاسيسأتو پرمختګ د نړيوالې سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره ګټور دی.
لامي وويل چې په نړيوال سوداګريز سازمان کې تر ګډون وروسته د چين د ورخلاصون بهير چټک شوی،چين د نړيوالې سوداګرۍ د ثبات لپاره خوځنده ځواک برابر کړی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |