د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه وويل چې د امريکا د ذروي وسلو زيرمه بايد پياوړې شي تر څو امريکا په نړۍ کې د ذروي وسلو د ابادۍ په برخه کې مخکښ ځای ونيسي.
ټرمپ په همدې ورځ د رويټرز خبري اژانس خبريال ته وويل، هغه هيله لري چې په نړۍ کې ذروي وسلې له منځه يووړل شي،خو امريکا بايد د ذروي وسلو د پرمختګ په برخه کې له نورو هېوادونو څخه وروسته پاتې نه شي.
دا لومړی ځل دی چې د امريکا د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته نوموړی د ذروي وسلو د پرمختګ په اړه خپله رويه څرګندوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |