د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه د لبنان په پلازمينه بيروټ کې ژمنه وکړه چې هغه به د دې لپاره کوښښ وکړي چې په لبنان کې پاتی فلسطيني کډوال بيرته خپل هېواد ته ستانه شي.
عباس په همدې ورځ د لبنان له ولسمشر ميشل اون سره د فلسطين او اسراييلو تر منځ د مسئلې د تازه حالت په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې او د سيمه ييزو او نړيوالو اوضاعو په هکله يې ورسره د نظريو تبادله وکړه.
عباس وويل، فلسطين به د سياسي لارې او ډيپلوماتيکو لارو چارو په وسيله د امنيت شورا د اړوندو پرېکړه ليکونو د تطبيق لپاره کوښښونو ته دوام ورکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |