د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د ماليې وزير ستيفن منوچين د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه وويل چې دغه وزارت به په لنډمهالي توګه چين د تبادلوي ارزښت کنترولونکي هېواد په توګه ونه بولي.
نوموړي په همدې ورځ د امريکا د سي ان بي سي له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د امريکا د ماليې وزارت به له پخوانيو عادتونو سره سم د نړيوال اقتصاد او د تبادلوي ارزښت د تګلارې په هکله راپور کې د چين د تبادلوي ارزښت د تګلارې ارزونه وکړي او له دې نه مخکې به خپله پرېکړه ونه کړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |