د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي چې په همدې ورځ په ژنيو کې د سوريې مسئلې په هکله د سولې خبرو اترو بيا پيل د هڅولو وړ دی او د سوريې د شخړې له ښکيلو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې په صادقانه توګه په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي.
په اعلاميه کې راغلي چې په همدې ورځ په يادو خبرو اترو کې د سوريې د اړوندو خواوو د استازو ګډون فعال اهميت لري او د دې خبرو اترو د بيا پيل لپاره مې له ځانګړي استازي دميستورا څخه خوښي څرګنده کړه.هغه پر دې ټينګار وکړ چې دا ډېره مهمه ده چې په راتلونکې کې نړيواله ټولنه بايد د م م تر لارښوونې لاندې د دې سياسي بهير د پرمخبيولو لپاره همکاري وکړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |