د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د ماليزيا د پوليسو مشر خالد د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه په يوه اعلاميه کې د دې خبر پخلی وکړ چې د کوالالامپور په دوهم هوايي ډګر کې شمالي کوريايي کيم چول د وي اکس په نوم د عصبي زهرو د چښلو له امله مړ شو.
هغه د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه په نوموړي هوايي ډګر کې د دوو ښځو له بريد سره مخامخ شوی و او ور پسې د ماليزيا د اداري پلازمينې يو روغتون ته د ليږدل کېدو په ترڅ کې مړ شو.
په همدې ورځ د پوليسو د پلټنې د نتيجې له مخې د دې سړي له سترګو او خولې څخه د وي اکس په نوم عصبي زهرجن ګاز پيدا شوی دی. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |