CRI Online

د بريکس هېوادونو ډلې لپاره د چين کال پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-02-24 16:59:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٧ کال د جنورۍ په لومړی نېټه چين د بريکس هېوادونو ډلې د رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخيسته. د بريکس هېوادونو د مشرانو نهمه غونډه به په راتلونکي سپتمبر کې د چين په شيا من ښار کې ترسره شي. د دې غونډې د ښه تياري لپاره د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه د بريکس هېوادونو د همغږوونکو لومړی غونډه د چين د جيانګ سو ولايت په نان جينګ ښار کې پرانيستل شوه. د چين د دولتي شورا غړي يانګ جيی چه په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چين هيله لري چې د پرانيستنې او احاطه کوونکې رويې په رڼا کې به د بريکس هېوادونو تر منځ همکاري لا نوره ژوره شي چې د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د اغېزمن همکاريز ډګر د جوړېدو او د عادلانه نړيوال نظام د قايمېدو لپاره به ګټور وي.

ښاغلي يانګ جيی چه په تېرو لسو کلونو کې د بريکس هېوادونو د پرمختګ حالت بيان کړل او و يې ويل، د بريکس هېوادونو همکاريز ميکانيزم د نويو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره يوه نمونه ګرځېدلې ده.

((لس کاله تېر شوي چې د بريکس هېوادونو همکاريز ميکانيزم د نويو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره يوه نمونه ګرځېدلې کوم چې د نړيوال شکل د تنظيم او د نړيوالو ځواکونو د بدلون له تمايل سره سمون خوري، له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو له اړتياوو سره سمون لري او د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره هم سمون خوري. نو اوس بريکس هېوادونه د نړيوال اقتصاد د هڅولو، د نړيوالې ادارې د بشپړولو او د ډيموکراتيکو نړيوالو اړيکو د پرمخبيولو لپاره مهم ځواک ګرځېدلی دی. ))

د نړيوال پولي صندوق د شمېرنې له مخې، په ٢٠١٦ کال کې د بريکس هېوادونو په شمول پرمختيايي هېوادونو د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې اتيا برخه نيولې. په تېرو لسو کلونو کې بريکس هېوادونو د نړيوال اقتصادي پرمختګ په سلو کې پنځوس برخه نيولې. خو په عين وخت کې د نړيوال اقتصاد بنسټ لا هم کلک نه دی، د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير هم له ډېرو ستونزو سره مخ دی او په نړيوال سياست او اقتصاد کې ناارامي عوامل هم زيات شوي. ښاغلي يانګ جيی چه وويل، د پيچلي چاپېريال په وړاندې، بريکس هېوادونه بايد خپل باور وساتي او له ننګونو سره د مقابلې لپاره دې په ګډه کوښښ وکړي. ده وويل

(( بريکس هېوادونه د نړيوالې ادارې په ګډون کوونکو کې په لارښوونکو هېوادونو بدلېږي، موږ هم دنده او هم توان لرو چې د نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره لا زياته هوښيارتيا وړاندې کوو. موږ بايد د انسانانو د برخليک د ګډ اتحاد د جوړولو لپاره له بېلا بېلو هېوادونو سره په ګډه هڅې وکړو. ))

هر کال به د بريکس هېوادونو د همغږوونکو څو غونډې ترسره شي چې پکې د بريکس هېوادونو تر منځ د پوره همکارۍ په اړه به بحث شي او د مشرانو ناستې لپاره به تياريانې ترسره شي. د نان جينګ په دې غونډه کې به ګډون کوونکي د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکاريزو اړيکو د لا ټينګښت او د لا ښه راتلونکی د جوړونې تر عنوان لاندې د نړيوال سياست، اقتصاد او کلتور په اړه بحثونه وکړي. د جنوبي افريقا د نړيوالو اړيکو او همکارۍ ادارې مرستيال انيل سوکلال وويل

((د بريکس هېوادونو بنسټ همکاري ده، د بريکس هېوادونو ډلې غړي له نورو مختيايي هېوادونو سره په ګډه پرمختګ کوي او د نړۍ لپاره خدمتونه ترسره کوي. دا د چين ولسمشر شي جين پينګ له دې وينا سره سمون خوري چې د اقتصاد احاطه کوونکی پرمختګ ډېر مهم دی. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای