د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي سټېفن ديميسټورا د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه وويل، چې د سوريې مسئلې په اړه د تازه خبرو اترو په وړاندې زياتې ستونزې شته. که اړوندې خواوې غواړي په دغو خبرو اترو کې ښه پايله تر لاسه کړي، لومړی بايد د سوريې د حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ متقابل باور ټينګ شي.
نوموړي وويل، چې اوسني لومړی ستونزه دا ده چې د دواړو خواوو ترمنځ باور نه شته. م م به د منځګړيتوب په هکله هڅې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |