CRI Online

ډميسټورا په جلا جلا توګه د سوريې د حکومت او مخالفينو له پلاوي سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-02-25 16:09:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د نوې دورې خبرې اترې د فبرورۍ په ٢٤مه نېټه په ژنيو کې دوهمې ورځې ته غځېدلې. د م م د سرمنشي ځانګړي استازي ستيفن ډميسټورا په همدې ورځ په جلا جلا توګه د سوريې د حکومت او مخالفينو له پلاوي سره خبرې اترې وکړې.

د سوريې مسئلې په اړه د م م د ځانګړي استازي د دفتر مسئول ميشل کونتيت وويل، ډميسټورا په همدې ورځ په جلا جلا توګه له دواړو پلاويو سره د نظريو رغنده او ژوره تبادله وکړه او په دې اړه يې ورسره بحث وکړ چې څنګه د امنيت شورا د ٢٢٥٤م پرېکړه ليک له مخې اړوندې خبرې اترې وهڅول شي. ډميسټورا به د روانې مياشتې په پای کې د اړوندو خبرو اترو د هڅولو لپاره پراخ نظرونه راغونډ کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای