CRI Online

شي جين پينګ: بېجينګ بايد د اولمپيک د ژمنيو لوبو د تياريانو لپاره د چاپېريال ادارې او ښار جوړونې په برخو کې لا زيات کوښښونه ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-25 16:23:01

(د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه ماسپښين، شي جين پينګ د بېجينګ د نوي هوايي ډګر د الوتکې ودانۍ له پروژې څخه د ليدنې په حال کې دی)

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ په ٢٣مه او ٢٤مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نورو لوړپوړو چارواکو په ملګريتوب سره په بېجينګ کې د ښار د جوړونې او د اولمپيک د ژمنيو لوبو د تياريانو له کارونو څخه ليدنه وکړه. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د بېجينګ ښار جوړونه او د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو تياريانې اوسنی دوه مهم کارونه دي. بېجينګ بايد په جدي توګه د مرکزي حکومت اړوندې تګلارې او پرېکړې تطبيق کړي، په پرانيستو نظريو سره دې ستونزې لرې کړي او اغېزمن تدبيرونه دې ونيسي تر څو په اخر کې فعال پرمختګ تر لاسه شي. (هيله)

(د ٢٤مې نېټې په سهار، شي جين پينګ په (( وو که سونګ )) سپورټي مرکز کې د يخ هاکي له ځوان لوبغاړو او د يخمالک له مينه والو سره خبرې کوي)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای