CRI Online

ايران له دوستانه هېوادونو او ګاونډيو سره د اړيکو ټينګښت ته لومړيتوب ورکوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-25 16:31:21

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ابراهيم راحيمپور چې د اسيا او ارام سمندر سيمې د چارو مسئول دی، د فبرورۍ په ٢٤مه نېټه په غزوين ايالت کې وويل، له دوستانه هېوادونو او ګاونډيو سره د اړيکو ټينګښت د ايران په ډيپلوماتيکو اړيکو کې ډېر مهم ټکی دی او د ايران د حکومت په کاري مهالوېش کې شامل دی.

نوموړي په همدې ورځ د چين، افغانستان، سپينې روسيې، ويتنام او تاجکستان په شمول د ځينو هېوادونو سفيرانو ته بلنه ورکړه چې له غزوين ايالت څخه ليدنه وکړي. هغه وويل، ايران به له ګاونډيو او همکارانو هېوادونو سره اړيکې او همکارۍ ټينګې کړي چې د سياسي اړيکو پر بنسټ له دغو هېوادونو سره اقتصادي او سوداګريزې اړيکې لا نورې ټينګې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای