د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د فبرورۍ په ٢٤مه نېټه خبر ورکړ چې په ٢٠١٦ کال کې د چين د خدمتي چارو معامله د لومړي ځل لپاره له پنځه زرو مليارډو يوانو څخه اوښتې چې اټکل کېږي په نړۍ کې دوهم مقام نيسي.
د چين د سوداګرۍ وزارت د يوې شمېرنې له مخې، په ٢٠١٦ کال کې د چين د خدمتي چارو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت پنځه زره دوه سوه پنځوس مليارډو يوانو ته رسېدلی چې د ٢٠١٥ کال په نسبت څوارلس اعشاريه دوه سلنه زيات شوی.
په وروستيو کلونو کې د خدمتي چارو په اړه نړيوال وضيعت ډېر پيچلی و. په ٢٠١٦ کال کې چين يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي چې د شانګهای په شمول ١٥ ولايتونو او ښارونو کې د خدمتي چارو سوداګرۍ د نوښتي پرمختګ ازمويښتي ځايونه ټاکلي او دغو ځايونو ته يې د مالياتو امتيازي تګلارې غوره کړې. د چين د سوداګری وزارت په راتلونکی کې د خدمتي چارو د برابرونې جوړښت په برخه کې اصلاحاتو ته ادامه ورکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |