د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ په ٢٤مه نېټه د سوريې په شمالي ښار الباب کې د موټر بم بريد وشو چې له امله يې د سوريې د حکومت د مخالفو وسلوالو او عامو وګړيو په شمول لږ تر لږه ٦٠ کسان وژل شوي او سل تنه نور ټپيان شوي دي.
د ترکيې د اندولو نيوز اژانس د خبر له مخې، دغه بريد د داعش ډلې لخوا طرحه او ترسره شوی، موخه يې د سوريې د ازاد پوځ په نوم مخالفه ډله ده. په وژل شويو کې زياتره ځايي اوسېدونکي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |