CRI Online

د افغانستان په جوزجان ولايت کې بريد لس پوليس وژلي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-25 20:12:32

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان پوليس د فبرورۍ په ٢٥مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په جوزجان ولايت کې طالبانو پر پوليسو ناڅاپي بريد کړی چې له امله يې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د ځايي پوليسو مسئول تورکستان خبريال ته وويل، دغه بريد د همدې ورځې په سهار ترسره شوی. پوليسو ور پسې له اورپکو سره جګړه پيل کړې.

د يو بل خبر له مخې، بريدګر ښايي د داعش ډلې غړي وي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای