CRI Online

د سوريې په حمص ښار کې ځانمرګي بريد ٥٠ تنه وژلي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-26 16:48:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سوريې د حمص ايالت والي تلال برازي د فبرورۍ په ٢٥مه نېټه خبريال ته وويل، په همدې ورځ د حمص ښار د دوو امنيتي ارګانونو په موخه يو لړ چاودنې وشوې چې له امله يې ٥٠ تنه عام وګړي او سرتيري وژل شوي او ٢٤ تنه نور ټپيان شوي دي. د جبهه فتح الشام په نوم ډلې د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

برازي وويل، دغه بريد په حمص کې د حکومتي پوځ د برياليتوب او د حکومتي پلاوي په ژنيو کې د سياسي کاميابۍ په اړه د ترهګرو انتقام اخيستونکي عمل دی.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ وويل، د دغه بريد موخه د استانا په خبرو اترو کې د شته هيلو له منځه وړل دي. دغه وزارت په همدې ورځ په جلا جلا توګه د م م سرمنشي او د امنيت شورا رئيس ته پيغام وليږه چې پکې يې له م م څخه غوښتنه وکړه چې د دې بريد سخته غندنه وکړي او په نړيوالې ټولنې هم غږ کوي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای