CRI Online

ايران له روسيې سره د ذروي سوند موادو د ګډ توليد لاره نقشه وټاکله

cri     (GMT+08:00) 2017-02-26 16:49:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ايران د اټومي انرژۍ سازمان رئيس علي اکبر صالحي د فبرورۍ په ٢٥مه نېټه وويل، ايران له روسيې سره په ګډه د ذروي سون موادو د ګډ توليد لاره نقشه وټاکله.

نوموړي وويل، تر څو دورو خبرو اترو وروسته، ايران له روسيې سره د ذروي سوند موادو د ګډ توليد په اړه ابتدايي تړون او د همکارۍ لاره نقشه لاسليک کړې ده. هغه وويل، ايران په دې برخه کې د روسيې مرستو ته اړتيا لري.

صالحي وويل، ايران پلان لري چې په راتلونکو دريو کلونو کې له قزاقستان څخه ٩٥٠ ټنه ذروي اومه توکي وارد کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای