CRI Online

په جنوبي کوريا کې د ولسمشرې پارک ګيو هوی څخه ملاتړ کوونکي او ورسره مخالفت کوونکي په جلا جلا توګه راغونډ شول

cri     (GMT+08:00) 2017-02-26 16:53:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا د ولسمشرې پاک ګيو هوی په وړاندې د مواخذې په اړه د اساسي قانون د محکمې د سپيناوي وروستۍ ورځې په رارسېدو سره د فبرورۍ په ٢٥مه نېټه د پارک ګيو هوی څخه ملاتړ کوونکي او ورسره مخالفت کوونکي په جلا جلا توګه راغونډ شول.

له پارک ګيو هوی سره مخالفت کوونکي په همدې ورځ د پلازمينې سئول په ګوانګ هوامون ډګر کې راغونډ شول چې له پارک ګيو هوی څخه يې غوښتنه وکړه چې له خپلې دندې څخه دې ګوښه شي. په همدې ورځ له پارک ګيو هوی څخه ملاتړ کوونکي د سئول د ښاري چارو ادارې ته نږدې راغونډ شول.

اوس د ولسمشرې پارک ګيو هوی په وړاندې د مواخذې سپيناوی او په سياسي چارو کې د پارک ګيو هوی د نږدې ملګرې د لاسوهنې پېښې سپيناوی کليدي مرحلې ته رسېدلی دی. د اساسي قانون محکمه به د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه وروستۍ محاکمه ترسره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای