د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په هانکانګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت ادارې د فبرورۍ په ٢٤مه نېټه د هانکانګ مسئلو د هغه راپور په هکله چې د بريتانيې لخوا خپور شوی و، وويل د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، بريتانيه بايد د هانکانګ په چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي.
د دې ادارې وياند وويل، هانکانګ بيرته د چين تر نيولو وروسته، د چين مرکزي حکومت په يو هېواد کې د دوو قايدو تګلاره پوره پلې کړې او کوي يې. هانکانګ د هانکانګيانو لخوا اداره کېږي او لوړه خپلواکۍ سويه لري. دغه تګلاره په نړۍ کې ډېره منل شوې او هانکانګ سمسورتيا او ثبات ساتلی دی. اوس هانکانګ د چين ځانګړې ادارې سيمه ده او هېڅ هېواد د هانکانګ په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |