د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د طلوع په نوم ټلويزيون د فبرورۍ په ٢٦مه نېټه خبر ورکړ چې له ٢٠١٦ کال راهيسې په افغانستان کې ١٠٧ پروژې چې د حکومت لخوا تاييد شوې، د بېلا بېلو عواملو له امله يې کارونه نه دي پيل شوي او نور ٥٧ پروژې د اوږدې مودې راهيسې يې کارونه نيمګري پاتې دي.
د اړوند خبر له مخې، دغه پروژې د انرژۍ، ترانسپورټ او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په شمول ځينو برخو پورې اړه لري. دغه خبر د افغانستان د اقتصاد وزارت د وياند سهراب بهمان په قول وويل، د ډېرو پروژو د تطبيق راپورونو کې د دغو پروژو ريښتينی حالت نه دي څرګند شوی، نو ډېرې پروژې د اومو توکيو د اخيستلو په موده کې له زياتو ستونزو سره مخ شوې او مجبورا ځنډول شوې. نو اړوندې پلټنې او اروزنې يې په هکله بايد يو ځل بيا ترسره شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |