CRI Online

د اسيا د ٨مې دورې ژمنۍ لوبې پای ته ورسېدې

cri     (GMT+08:00) 2017-02-27 08:34:11

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د فبرورۍ د ٢٦مې نېټې په شپه د اسيا د ٨مې دورې ژمنۍ لوبې د جاپان په ساپورو ښار کې پای ته ورسېدې.

د دغو لوبو پيمانه د اسيا د ژمنيو لوبو په تاريخ کې تر ټولو ستره ده او د ګډون کوونکو لوبغاړيو شمېر هم تر ټولو زيات دی.د اسيا د ٣٢ هېوادونو او سيمو څه د پاسه ١٠٠٠ لوبغاړيو په ٥ لويو او ٦٤ کوچنيو لوبو کې سره سيال کړي دي.

د چين پلاوي د ١٢ طلايي، ١٤ برونزي او ٩ نقره يي مډالونو په ګټلو سره د مډالونو په ليست کې درېيم ځای نيولی دی.جاپان او جنوبي کوريا په جلا جلا توګه لومړۍ او دويم ځايونه ونيول.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای