CRI Online

د بريکس هېوادونو د نوي پرمختيايي بانک مرستيال:د پوهې ډول بانک به جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-27 08:47:26

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بريکس هېوادونو د نوي پرمختيايي بانک مرستيال جو شيان په وروستيو ورځو کې د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې د ٢٠١٧ کال د ساينس او ټېکنالوژۍ او د ماليې د لومړۍ دورې په نړيواله سرمشريزه غونډه کې وويل چې موږ به د پوهې ډول بانک جوړ کړو او د نوښت بريالۍ تجربې به پراخې کړو تر څو د لازياتو پروژو لپاره د پانګونې ملاتړ برابر شي.

ښاغلي جو شيان وويل چې اوس د پرمختيايي هېوادونو اقتصادي ټولنې په نړيوال اقتصادي عمومي ارزښت کې ٣٥ سلنه نيسي چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.د ده په اند چين د بنسټيزو تاسيسأتو په برخه کې زياتې تجربې راغونډې کړې او ښايي د همکارۍ له لارې نورو پرمختيايي هېوادونو ته دغې تجربې برابرې شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای