د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د خلکو بانک د فبرورۍ په ٢٦مه نېټه خبر ورکړ چې د نړيوالو عمده وو پورونو په فهرست کې د چين د پورونو بازار د شاملېدو هرکلی کوي.له دې څخه په ښکاره توګه د پورونو د نړيوال بازار عمومي حالت څرګندېږي او په نړ ۍ کې د پانګه اچوونکو لپاره زمينه برابره شي.
د چين د خلکو بانک مرستيال پان ګونګ شنګ وويل چې دغه بانک په فعاله توګه د چين د پورونو بازار د ورخلاصون لپاره کوښښ کوي او په چين کې د بهرنيو سازمانونو د پورونو د ورکولو ملاتړ کوي. په راتلونکي کې به اړوندې تګلارې نورې هم بشپړې شي تر څو بهرنيو پانګوالو لپاره لا ښه چاپيريال برابر کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |