د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د عراق د ائتلافي عملياتو د قوماندانۍ مرکز د روانې مياشتې په ٢٦مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې حکومتي پوځ په همدې ورځ د لويديځ موصل د مامون سيمه بيا ونېوله.
په دې اعلاميه کې راغلي چې د ترهګرۍ ضد پوځ د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه د لويديځ موصل د مامون سيمې ته ننوتلی او له داعش ډلې سره تر سختو جګړو وروسته يې په پوره توګه دغه سيمه ازاد کړې چې له امله يې د عراق ملي بيرغونه په ډېرو ودانيو کې پورته شوي دي.
د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه د عراق صدراعظم حادر العبادي د لويديځ موصول د بيا نيولو د پوځي عملياتو د پيلولو اعلان وکړ او ور پسې حکومتي پوځ د داعش ډلې د وسله والو پر ضد بريدونه پيل کړی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |