د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د فبرورۍ په ٢٦مه نېټه اعلان وکړ چې د امريکا د حکومت به بلنه به د چين د دولتي شورا غړی يانګ جي چه د فبرورۍ له ٢٧مې نېټې څخه تر ٢٨مې نېټې پورې له امريکا څخه ليدنه وکړي.
يانګ جي چه به د ليدنې په وخت کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه د امريکا له لوړپوړيو چارواکو سره د نظريو تبادله وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |