CRI Online

چين د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پرمخبيولو لپاره د غلودانو او کرنې له سازمان سره ګډې هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-27 10:20:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د م م د غلودانو او کرنې سازمان په دې وروستيو ورځو کې ويلي چې چين د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پرمخبيولو لپاره د غلودانو او کرنې له سازمان سره يو تړون لاسليک کړی تر څو د پرمختيايي هېوادونو د توان د پياوړتيا او د دواملرونکې پرمختګ د موخې د تر سره کولو په برخه کې له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي.

د خبر له مخې د چين حکومت به د پرمختيايي هېوادونو له خوا د نباتاتو ساتلو د نړيوال تړون د پلي کولو په شمول د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريز پلان د دريو نويو برخو د ملاتړ لپاره يوولس مليونه امريکايي ډالره ور کړي.

د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هکله د م م د غلودانو او کرنې سازمان او چين ترمنځ پلان په ٢٠٠٨ کال کې پيل شو. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای