د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين په هانګ جو ښار کې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې د نتيجو په اړه کتاب په وروستيو ورځو کې د بهرنيو ژبو د مطبعو له خوا په چيني او انګليسي ژبو په چين او بهرنيو هېوادونو کې خپور شو.
ياده سرمشريزه غونډه د ٢٠١٦ کال په سپتمبر کې په هانګ جو ښار کې تر سره شوه چې يو لړ غوره برياليتوبونه ترې تر لاسه شوي دي .په ياد کتاب کې د هانګ جو د سرمشريزې غونډې د اعلاميې،د شلو هېوادونو ډلې د نوښت پلان او د ٢٠٣٠ کال د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا د پلې کولو عملياتي پروګرام په ګډون ١٠ مهم سندونه شامل دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |