د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوبي کوريا صدراعظم هونګ کيو ان د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه په سياسي چارو کې د ولسمشرۍ ملګرې لاسوهنې په هکله د ځانګړې پلټونکې ډلې د پلټنې وخت د اوږدولو غوښتنه رد کړه چې له مخې به د دې ډلې رسمي پلټنه د روانې مياشتې په ٢٨مه نېټه پای ته ورسيږي.
د صدراعظم وياند په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د صدراعظم د دې پرېکړې موخه د دولتي سياست د ثبات پر کوښښونو او د روان کال د ولسمشرۍ پر ټولټاکنو د دې ډلې د پلټنې د منفي اغيزو مخنيوی دی.
د يادې ډلې وياندلي کيو چول خبريالانو ته وويل چې دغه پرېکړه د تاسف وړ ده ، خو دوی بايد دغه پرېکړه ومني او په هر اړخيزه توګه به د دې قضيې په باب معلومات راغونډ کړي او له څارنوالۍ سره به همکاري وکړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |