د چين د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د فضايي ساينس او تخنيکونو ډلې لومړی شرکت د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه خبر ور کړ چې د چين راکيټونه به د فبروري له ٢٨مې نيټې څخه د مارچ تر څلورمې نيټې پورې د استراليا په فضايي نندارتون کې وښودل شي.دا لومړی ځل دی چې د چين د چانګ جنګ پنځم لمبر، اووم لمبر او يونګ جنګ په نوم نوي ډول راکيټونه به په نړيوال فضايي نندارتون کې ښودل کيږي.
د ياد شرکت د فضايي څانګې مشر لي ونګ يوو د معلوماتو له مخې د چانګ جنګ په نوم يو شمېر راکيټونه له نړيوالو سپوږمکيو سره تړلی شي او د سپوږمکيو توغولو،اړوندوخدمتونو او تخنيکونو په برخو کې کورنۍ او بهرنۍ اړتياوې پوره کولی شي، نو ډېر غوره والی او د سيالۍ غښتلی توان لري. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |