د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين د دفاعي ساينس او تخنيکونو صنعتي ادارې او د چين د هوا پېژندنې ادارې د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه په بېجينګ کې د فنګ يون څلورم لمبر هوا پېژندونکې سپوږمکۍ له خوا اخيستل شوي عکسونه او اطلاعات خپاره کړي دي. دا ور څخه ښکاريږي چې د چين د هوا پېژندنې سپوږمکۍ په برياليتوب سره نوی شوې ده.
تر اوسه پورې چين پنځلس هوا پېژندونکې سپوږمکۍ توغولې چې اته يې لاهم په مدار کې د حرکت په حال کې دي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |