د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغان امنيتي پوځ يوه چارواکي د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دې هېواد په شمال کندز ولايت کې امنيتي پوځ د طالبانو د له منځه وړلو په پوځي عملياتو کې څه باندې شپږ تنه وسله وال طالبان وژلي او دوولس تنه نور يې ټپيان کړې دي. په دغو وژل شويو وسله والو کې دوه طالب مشران هم شامل دی چې نومونه يې په جلا جلا توګه قاري امين الله او حسين دی.
تر اوسه پورې طالبانو په دې هکله هېڅ نه دي ويلې. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |