CRI Online

ډونالډ ټرمپ : د امريکا د اټومي وسلو زيرمه به زياته کړو

cri     (GMT+08:00) 2017-02-27 16:33:54

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پدې وروستيو کې د امريکا او روسيې ترمنځ د اټومي وسلو د کمولو تړون په اړه ناخوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې امريکا به د خپلو اټومي وسلو زيرمه زياته کړي.

واک ته له رسيدو وروسته د روسيې په اړه د ټرمپ رويه ګام پر ګام سخته شوې او روسيې د ټرمپ د نوموړو څرګندونو په اړه بېداري ښکاره کړې ده. د اړوندو کارپوهانو په اند که ټرمپ د امريکا د حکومت هغه پخواني عمل چې د اټومي قوت په برخه کې له روسيې سره برابر ساتي پرېږدي او يواړخيز غوره والی ترسره کړي، نو ښايي د امريکا او لکه د پخواني شوروي اتحادپه شان تسليحاتي سيالي يو ځل بيا رامنځته شي او له امله به يې د امريکا او روسيې ترمنځ اړيکې لاپسې پېچلې شي.

ټرمپ پدې وروستيو کې له رويټرز اژانس سره د مرکې پر مهال وويل، چې د اټومي وسلو د کمولو تړون چې امريکا او روسيې په ٢٠١٠ کال کې لاسليک کړی يو اړخيز دی او دغه تړون د ايران د اټومي مسئلې په اړه تړون په شان د امريکا يوه بله معامله ده، که امريکا وغواړي د اټومي وسلو په سيالي کې مخکښ شي، نو بايد د اټومي وسلو خپله زيرمه زياته کړي. همدارنګه ټرمپ زياته کړه چې که د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وګورم، ، هغه ته به دغه مسئله ويادوم چې روسيې د منځنۍ او لنډه فاصله لرونکو توغنديو د له منځه وړلو تړون څخه سرغړونه کړې ده.

د روسيې او امريکا د اټومي وسلو د کمولو د تړون له مخې، دواړه هېوادونه بايد د اټومي وسلو د وړونکو وسايلو شمېر تر ٧٠٠ او د اټومي سروکو شمېر تر ١٥٥٠ راکم کړي. دغه تړون په نړۍ کې د اټومي امنيت ساتلو په اړه يو بنسټيز سند ياديږي او موده به يې ٢٠٢١ کال کې پای ته ورسيږي.

د ټرمپ تازه څرګندونې د روسي سياستوالو او پوځي چارواکو لخوا په کلکه غندل شوې دي. د روسيې د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېټې رئيس ليونيد سلوتسکي وايي، که امريکا وغواړي په اټومي وسلو کې مخکښ شي، نو تسليحاتي سيالي او نړيواله سړه جګړه به بيا رامنځته شي.

د روسيې د مشرانو جرګې د دفاعي او امنيتي کمېټې رئيس ويکتور اوزروف وايي ، روسيه د اټومي وسلو د کمولو تړون د بندولو مخالفت کوي او هيله لري چې د دې تړون موده لاپسې اوږده شي.

د روسيې د وسله والو قواوو پخوانی لوی درستيز يوري بالويفسکي وايي ، که امريکا خپل اټومي قوت پياوړی کړي، نو روسيه به متقابل تدابير غوره کړي.

د ځينو څېړونکو په اند ټرمپ د امريکا او روسيې ترمنځ د اړيکو د ښه والي په برخه کې د ډېرو امريکايي سياستوالو له ټينګ مقاومت سره مخامخ دی، که ټرمپ د روسيې په اړه خپل دريځ بدل نه کړي، نو واک به يې له سختو ننګونو سره مخامخ شي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پوهنځي د نړيوالو ستراتيژيو انسټيټيوټ پروفيسر ليانګ يا بين وايي،ټرمپ له پرله پسې کورني او بهرني فشار سره مخامخ دی، ځکه هغه غواړي د خپل واک بنسټ ټينګ کړي، د بهرنيو ګواښونو اغراق کول يوه ارزانه همداراز اغېزمنه چاره ده. برسيره پر دې د ټرمپ ټاکنيز شعار دا و چې امريکا به يو ځل بيا ستره کړو، دغه"ستره" نه يوازې په اقتصادي برخه کې بلکې په پوځي چارو کې هم ښکاريږي، نو د اټومي وسلو د زيرمې په اړه د ټرمپ څرګندونې د اوسنيو اوضاعو د مقابلې په موخه دي، دغه راز د خپل ټاکنيز شعار د عمل په موخه هم دي.

ځينې نړيوالې رسنۍ پدې نظر دي چې د ټرمپ تازه څرګندونې د امريکا او روسيې ترمنځ د تسليحاتي مسابقې د بيا پيل معنا لري او له دې امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لاپسې پېچلې او ترينګلې شي.

د چين د ټولنې او ساينس اکاډمۍ څېړونکې لي يونګ هوی وايي، د ټرمپ اوسنی تمرکز د هېواد په دننه کې دی او د روسيې په اړه د تګلارو په شمول يې بهرني پاليسۍ لاهم نه ده په ډاګه شوې، که ټرمپ او پوتين سره کتنه وکړي، نو د روسيې په اړه د ټرمپ تګلارې به څرګندې شي.

اوس روسيه د ټرمپ د حکومت په اړه زغم ساتي او په کلکه يې غندنه نه ده کړې. د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر دميتري پسکوف وايي، روسيه په حوصله د ټرمپ د حکومت اړوندو تګلارو ته انتظار کوي او ورڅخه زياتې هيلې نه لري.

د ځينو کارپوهانو په اند، د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه والي او يا معاملې ځايونه شته، خو د واقعي ښه والي رامنځته کول يې ډېر ستونزمن کار دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای