CRI Online

چين: د (( ساد )) سيستم د ځای پر ځای کولو نتيجه بايد د امريکا او جنوبي کوريا پر غاړه وي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-27 18:35:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين په جنوبي کوريا کې د ساد په نوم د توغنديو ضد سيستم له ځای پر ځای کولو سره ټينګ مخالفت کوي او د خپلو امنيتي ګټو د ساتلو لپاره به لازم تدبير ونيسي، دغه راز امريکا او جنوبي کوريا بايد د ټولو نتيجو مسئوليت پر غاړه واخلي.

د خبر له مخې، لوټې ګروپ به د يوې غونډې په جوړولو سره د ((ساد)) سيستم د ځای پر ځای کولو د ځمکې د سپارلو په اړه د جنوبي کوريا د پوځي ادارې تړون تصويب کړي. ورپسې د جنوبي کوريا پوځې اداره به د کارونو جريان چټک کړي، تر څو په ٣ يا ٤ مياشتو کې نوموړی سيستم ځای پر ځای کړي. ګنګ شوانګ وويل، امريکا او جنوبي کوريا په جنوبي کوريا کې د (( ساد)) سيستم د ځای پر ځای کولو په هڅه کې دی، دغه عمل د سيمه ييزې ستراتيژۍ برابرۍ او د چين په شمول د دې سيمې د اړوندو هېوادونو ملي ستراتيژيکي امنيت ته ستر زيانونه اړوي او د کوريايي ټاپووزمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره هم ګټور نه دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای