د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې پنځمه غونډه به د ۲۰۱۷م کال د مارچ مياشتې په ۳مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي.
د دغه کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د دايمي شورا په نولسمه غونډه کې د يادې غونډې د تر سره کولو پريکړه وکړه او د دغې غونډې عمده اجنډاوې عبارت دي له :په دغه غونډه کې به د دغه کنفرانس د ملي کميټې د دايمي شورا کاري راپور او د دوولسمې دورې ملي کميټې د څلورمې غونډې له پای ته رسېدو نه راهيسې د وړانديزونو د راغونډولو کاري راپور واوريدل شي. د دغې غونډې غړي به د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګريس په پنځمه غونډه کې د کتونکي څوکۍ ونيسي، د حکومت د کاري راپور په شمول به يو لړ راپورونه واوري او د ملکي قانون د عمومي اصولو پر مسودې به بحث وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |