د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د سنا مجلس مشرې والينټينا ماټويونکو د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه وويل، چې هغه غوښتنه د منلو وړ نه ده کوم چې د سوريې ولسمشر بشار الاسد سمدلاسه له قدرت څخه ګوښه شي. د سوريې مسئله بايد د سوريايانو لخوا د ډيموکراتيکې مرحلې له لارې حل شي.
نوموړې په همدې ورځ د منځني ختيځ مسئلې په اړه يوه سيمينار کې وويل، چې په عراق، ليبيا او يمن کې رژيمونه د تيرې کولو له امله رانسکور شوي دي او جګړې روانې دي. له دې څخه څرګندېږي چې له قدرت څخه د ولسمشر الاسد ګوښه کېدل د سوريې مسئلې د حلولو عمده لاره نه ده، که نه، پېښې او سر او مال ته زيانونه به رامنځته شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |