CRI Online

روسيه او تاجکستان به خپلمنځي امنيتي او اقتصادي همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-28 09:09:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ٢٧ مه نېټه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره د کتنې پر مهال وويل چې دواړه هېوادونه به خپلمنځي امنيتي او اقتصادي همکارۍ پياوړې کړي.

دواړو مشرانو له کتنې وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره کړه. پدې اعلاميه کې راغلي چې دواړو خواوو د منځنۍ اسيا د امنيت ،په تېره بيا د افغانستان د اوضاعو په هکله بحث کړی او موافقې ته رسيدلي چې د افغانستان د ثبات د تامين په موخه به خپلمنځي همکارۍ او د افغانستان څخه د امنيتي ګواښونو د مخنيوي په موخه به خپلمنځي همغږي پياوړې کړي. همدارنګه په اعلاميه کې زياته شوې چې د تاجکستان دننه د دواړو هېوادونو ګډ پوځي عمليات د سيمې د حالاتو د ثبات لپاره ډېر مهم دي، دواړه هېوادونه به د اړوندو تړونونو له مخې خپلمنځي همغږي ژوره کړي، د پوځي چارو او پوځي تخنيکونو، د ترهګرۍ، تندلارۍ او د نشه يي توکود جرمونو پر ضد مبارزو په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

پوتين له کتنې وروسته خبري ناسته کې وويل، چې روسيه او تاجکستان به په ګډې همکارۍ سره، د بېلګې په توګه په تاجکستان کې د روسيې د ځای پر ځای پوځي اډې په کارولو سره د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي پولې امنيت ساتنه وکړي .(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای