CRI Online

ډونالډ ټرمپ له يانګ جي چه سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-02-28 09:09:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې د چين د دولتي شورا له غړي يانګ جي چه سره وکتل.

يانګ جی چه ټرمپ ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل.ټرمپ له دې څخه مننه څرګنده کړه او د ښاغلي يانګ له لارې يې رئيس شي جين پينګ ته خپل سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړل.

يانګ جي چه وويل چې څو ورځې مخکې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ خبرې اترې ستر اهميت لري او په راتلونکي کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره لاره هواره کړې ده.چين غواړي له امريکا سره يو ځای د دغو خبرو اترو له روحيې سره سم خپلمنځي لوړپوړی تګ راتګ او د دوه اړخيزو او د سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه همغږۍ او همکاري پياوړې کړي تر څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه ورسوي.

ډونالډ ټرمپ وويل ، خوشحاله يم چې له رئيس شي جين پينګ سره مې مهمې خبرې اترې وکړې.امريکا له چين سره همکارۍ ته په ډېره درنه سترګه ګوري،دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي لوړپوړی تګ راتګ او همکاري پياوړې کړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې همغږۍ او همکاري ټينګې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای