د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ايران د دفاع وزير حسين دهقان د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه وويل چې د ايران سمندري ځواکونو د ولايت ٩٥ په نوم د پوځي تمرين په ترڅ کې په بريالۍ توګه له اوبتل څخه توغندی توغولی دی.
دهقان وويل چې د نصير په نوم ياد توغندی د ايران د دفاع وزارت له خوا جوړ شوی چې د توغولو په وخت کې په بريالۍ توګه ټاکلې موخه په نښه شوې ده.
د روانې مياشتې له ٢٦مې نېټې څخه د ايران سمندري ځواکونو په خليج او د هند سمندر په شمال کې د ولايت ٩٥ په نوم تمرين تر سره کړی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |