CRI Online

له ٢٠١٣ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې چين ته ٤٨٩ مليارډه ٤٢٠ مليونه امريکايي ډالره بهرنۍ پانګې راجلب شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-02-28 09:23:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان د فبرورۍ په ٢٧ مه نېټه وويل، چې له ٢٠١٣ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې چين ته ٤٨٩ مليارډه ٤٢٠ مليونه امريکايي ډالره بهرنۍ پانګې راجلب شوې او پدې جمله کې د لوړې ټکنالوجۍ په صنعت کې د راجلب شويو پانګو منځنی کلنی زياتوالی ١١.٧٪ ته رسيدلی دی.

وزير جونګ شان په همدې ورځ د ٢٠١٧ کال د چين د بهرنيو پانګونو په کاري غونډه کې وويل، چې بهرنۍ تصدۍ د چين په ټولو تصديو کې يوازې ٣٪ جوړوي، خو د چين د بهرنۍ سوداګرۍ نږدې نيمايي برخه، د مالياتو يوه پر پنځو برخه او په ښارونو کې يې د روزګاريوه پر اوو برخه جوړه کړې چې د چين د اقتصادي او ټولنيزې ودې لپاره يې مهم خدمتونه ترسره کړي دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای