CRI Online

کوتريس : نړيواله ټولنه دې له بشري حقوقو اقتصادي، ټولنيز او کلتوري حقوقو ته مساوي اهميت ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-28 09:43:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو کوتريس د فبرورۍ په ٢٧ مه نېټه وويل، چې بشري حقوق د اقتصاد، ټولنې او کلتور څو برخو له حقوقو عبارت دي او دا يوه نه بېلېدونکې جمله ده،نړيواله ټولنه دې په مساوي توګه دغو حقوقو ته په اهميت قايله شي.

کوتريس په همدې ورځ د م م د بشري حقوقو شورا د ٣٤ مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې د ٢٠٣٠ کال د دوامداره پرمختګ اجنډا د بشري حقوقو د هڅولو په برخه کې بېلابېلو هېوادونو ته يو ډېر ښه پلاټفورم برابر کړی او تمرکز يې د پرمختګ حق دی. په دې چوکاټ کې بېلابېل هېوادونه دې هڅه وکړي تر څو خلک په مساوي توګه د تعليم، استوګنځايونو، خوراکي توکو او روزګار په شمول بېلابېل اقتصادي حقوق ترلاسه کړي. دغه راز د بشري حقوقو په برخه کې دې د دوه ګوني معيار مخه ونيسي.

د ٢٠٠٦ کال د مې په نهمه نېټه د شپېتمې دورې د م م عمومي اسامبلې د رايو په اکثريت پريکړه تصويبه کړې چې د بشري حقوقو کمېټې پر ځای د بشري حقوقو شورا جوړه کړي څو چې بشري حقوق او اساسي ازادي وساتل او پياوړې شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای