د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو چارو ځانګړي استازي ليو هوا د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه د م م د بشري حقوقوشورا د ٣٤مې غونډې په يوه لوړپوړې مباحثوي غونډه کې د افريقايي هېوادونو او چين په استازيتوب د سولې د ساتنې او د بشري حقوقو د پرمختګ او ساتنې په نوم وينا وکړه.هغه پر دې ټينګار وکړ چې سوله د بشري حقونو د پرمخبيولو او ساتنې بنسټ دی.هغه د دايمي سولې د رامنځته کېدو او د بشري حقونو د پرمخبيولو او ساتنې په اړه ٥ وړانديزونه وکړل.لومړۍ ،مساوی همکاريزې اړيکې دې ټينګې شي.دوهم، په سوله ييزه توګه دې شخړې حل شي.درېيم،د همکارۍ له لارې دې سوله وساتل شي.څلورم،پرمختګ او سوله دې يو د بل ملاتړ وکړي.پنځم،د تمدن متنوعيت دې وساتل شي.
د م م د بشري حقوقو شورا ٣٤مه غونډه به د فبرورۍ له ٢٧مې نېټې څخه د مارچ تر ٢٤مې نېټې پورې په ژنيو کې تر سره شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |