د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اطريش صدراعظم کريستيان کيرن او د جرمني د صدراعظمې مرستيال او د بهرنيو چارو وزير سيګمر ګابريل د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه وويل چې اروپايي هېوادونه بايد په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي.
کيرن او ګابريل په همدې ورځ د اطريش د صدراعظمۍ په ماڼۍ کې خبرې وکړې.کيرن تر خبرو اترو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د اروپا ځواک کم کړي،نو د اروپا د ګټو ساتنه اساسي غوښتنه ده.يوازې د اروپايي ټولنې د يووالي له لارې به دغه موخه پوره شي.
ګابريل وويل چې که اروپا غواړي سوله او امنيت وساتي،بايد ګډې بهرنۍ او امنيتي تګلارې جوړې شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |