CRI Online

غزه کې د حماس پر پوځي اډو د اسرائيلو هوايي بريدونو ٤ کسان ټپيان کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-28 09:57:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسرائيلو جنګي الوتکو د فبرورۍ په ٢٧ مه نېټه په غزه سيمه کې د حماس پر پوځي اډو بريدونه کړي چې له امله يې ٤ کسان ټپيان شوي دي. دغه هوايي بريدونه په داسې حال کې ترسره شول چې وړاندې له غزې يو توغندی د اسرائيلو پر جنوبي سيمې توغول شوی و.

د اسرائيلو هااريتز ورځپاڼې خبر ورکړ چې پر ځايي وخت د ٢٧ مې نېټې په سهار وختي له غزې څخه يوتوغندی د اسرائيلو پر جنوبي سيمې توغول شوی او بيا چاودلی و، خو هيچا ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې .

د همدې ورځې په ماسپښين د اسرائيلو ٨ جنګي الوتکو په غزه کې د حماس پر پوځي اډو بريدونه کړي چې پکې د حماس پوځي تجهيزات، د غزې په منځنۍ او شمالي سيمو کې د حماس پوځي روزنيزې اډې په نښه شوې دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای