د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې حکومت د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه خبر ورکړ چې حکومتي ځواکونه د داعش تر کنټرول لاندې پالميرا ښار ته نږدې شوي.
د سوريې ځواکونو يو چارواکي په همدې ورځ وويل چې له وروستيو جګړو وروسته ځواکونو د پالميرا په لوېديځ او جنوب کې څو اډې نيولې دي.
د سوريې د بشري حقوقو څاروونکي سازمان چې مقر يې په لندن کې دی،د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه وويل چې د جنورۍ له دوهمې لسيزې راهيسې د سوريې حکومتي ځواکونو د پالميرا د نيولو لپاره پوځي عمليات تر سره کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |