CRI Online

ډونالډ ټرمپ :د امريکا دفاعي بوديجه به ډېره لوړه شي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-28 10:25:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه وويل چې کانګرس ته د ده په وړاندې شوې حکومتي بوديجه کې به دفاعي بوديجه ډېره لوړه شي تر څو د امريکا پوځي ځواک پياوړی شي.

ټرمپ په همدې ورځ وويل چې د قوانينو د اجرا کېدو او د بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ په برخو کې به هم پانګونې زياتې شي.

د امريکا خبري رسنيو په همدې ورځ د سپينې ماڼۍ د بوديجې ادارې د يو چارواکي په قول،ټرمپ پلان لري چې دفاعي بوديجه به ١٠ سلنه زياته شي او څه نا څه ٥٤ مليارډو امريکايي ډالرو ته به ورسېږي.ټرمپ به د روانې مياشتې په ٢٨مه نېټه کانګرس ته په وينا کې خپله لايحه بيان کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای