CRI Online

د امريکا د دفاع وزارت د داعش پر ضد د مبارزې لومړی پلان وړاندې کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-02-28 10:36:33

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د دفاع وزارت د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا د دفاع وزير جېمس ماتيس په همدې ورځ سپينې ماڼۍ ته د امريکا د ځواکونو په مشرۍ د داعش پر ضد د مبارزې لومړی پلان وړاندې کړ.

د امريکا د دفاع وزارت وياند جيف داويس په همدې ورځ وويل چې د ياد پلان موخه په چټک ډول داعش له منځه وړل دي.دا سمدلاسه اجرا شوی پوځي پلان نه دی ،خو په راتلونکي کې د اړوندې ستراتيژۍ د جوړېدو لپاره چوکاټ برابر شوی دی.

داويس وويل چې په ياد پلان کې نه يوازې د پوځي عملياتو په اړه محتويات شته او نه يوازې تر عراق او سوريې پورې محدود دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای