CRI Online

جينوا کې د م م د بشري حقوقو شورا څلور دېرشمه غونډه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-02-28 17:00:01

ګرانو اوريدونکو، سلام! زه زرينه يمه او اوس ستاسې پام رااړوم نننۍ تبصرې ته.

د م م د بشري حقوقو شورا ٣٤ مه غونډه پر ځايي وخت د فبرورۍ په ٢٧ مه نېټه په جنيوا کې پرانيستل شوه. د بشري حقوقو شورا د ٤٧ دايمي غړو هېوادنو ، کتوونکو هېوادونو او يو شمېر ولسي سازمانونو استازو پدې غونډه کې برخه واخيسته . د م م سرمنشي انتونيو کوتريس په ځانګړي توګه د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. اوس مهرباني وکړئ پدې هکله د سي ار ای راپور واورئ!

هرکال د م م د بشري حقوقو شورا درې ځلې غونډې ترسره کوي او له دغو دريو غونډو د د هغه ځل غونډه چې د هرکال په لومړيو کې ترسره کيږي ، تر ټولو مهمه وي او موضوعات يې هم پراخه وي. د همدې ورځې په ماسپښين د جنيوا د ملتونو په ماڼۍکې د روانې غونډې د پرانيستې مراسم ترسره شول.

د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د خپلې وينا پر مهال وويل،چې د نړۍ حالات مخ په ترينګل کېدو دي، زړې شخړې پای ته نه دي رسيدلې، خو نوې شخړې پرې برسيره زياتې شوې دي،دواړه د نړيوال تروريزم او د زورزياتي تنلارۍ له ګواښونو سره تړاو لري. ګوتريس پدې اړه وايي:

(( پاپيوليزم (populism) يعنې د خلکو ملاتړ جلبولو شعارونه ،تندلاري، نژاد پرستي،زينفوبيا) ( xenophobia يعنې بهرنيانو ته په سپک نظر کتل،ان تي ساميتيزم ( anti-semitism ) يعنې يهوديانو ته په سپک نظر کتل ،مسلمانانو ته په سپک نظر کتل يو بل روزي ، د کډوالو پر حقوقو تېري شوي او د انسانانو قاچاق زيات شوی دی. ډېر کسان د جګړو له امله بې کوره شوي ،ځکه نړيواله ټولنه پدې اړه له مسئوليت څخه ځان نه شيخلاصولی. زموږ ننګونې د بارونو نه بلکې د مسئوليت په ګډه پر غاړه اخيستل دي. موږ ګډ مسئوليت لرو، دا زموږ د ګډو مفاهيمو لخوا او هم د م م په منشور کې ټاکل کيږي.

د م م د بشري حقوقو شورا عالي کميشنر زيد رعاد الحسين د خپلې وينا په ترڅ کې وويل،چې د م م د بشري حقوقو شورا د ميکانيزم د ساتلو لپاره دې هڅه وشي. نوموړي پدې اړه وايي:

(( هغه سياسي کړه وړه چې څو اړخيز ميکانيزمونو ته ګواښونه پېښوي او غواړي ورڅخه ووځي،بايد پر وړاندې يې د خطر زنګ ووهل شي. موږ به بې تفاوته پاتې نه شو. زموږ حقوق ،د نورو خلکو حقوق او زموږ د ځمکې کرې راتلونکی د هغو بې باکه سياسي محتکرينو ته نه شي پرېښودل کيدالی .))

د معلوماتو له مخې، په روانه غونډه کې د يو شمېر هېوادونو د مشرانو ،چارواکو او وزيرانو په شمول څه ناڅه سلو استازو ګډون کړی. د فلسطين ولسمشر محمود عباس تر نورو وړاندې وينا وکړه او د فلسطين د اوسنيو حالاتو په اړه يې معلومات ورکړل. نوموړی پدې اړه وايي:

((د اسرائيلو تېري د م م د منشور او د جنيوا تړون له مادو او روحيو څخه سرغړونه ده. موږ بايد د اسرائيلو د تېرې د مخنيوي په موخه يو اغېزمن ميکانيزم جوړ کړو او اړوند مهال وېش روښانه کړو. هيڅ غاړه بايد يواړخيز عمل غوره نه کړي، د بېلګې په توګه په اسرائيلو کې اشغال شوو ځمکو ته د سفارت انتقالول له تېرې کوونکو د ملاتړ په معنی دی.))

د بشري حقوقو شورا د مطبوعاتي چارواکي په قول د غونډې په موده کې به د بشري حقوقو شورا کارپوهان او خپلواک څارونکی سازمانونه د بشري حقوقو د حالاتو په اړه تر سلو زيات راپورونه وړاندې کړي. د روانې غونډې موضوعات عبارت دي له اعدام، اقليمي بدلون، بشري حقوق، د معيوبينو او ماشومانو حقوق ،نژادي مسئلې او داسې نور. برسيره پردې، د سوريې، شمالي کوريا، ايران،ايريټريا، ميانمار، د فلسطين په اشغال شويو ځمکو کې د بشري حقوقو د حالاتو په شمول زياتو مسئلو په هکله به هم بحثونه وشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای