د چين نړېوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د اسلامي جمهوريت اژانس د فبرورۍ په ٢٨مه نېټه خبر ورکړ چې د ايران د ولسمشر لومړي مرستيال اسحاق جهانګيري وويل، چې ايران په تېرو ١١ مياشتو کې د لس مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د مالونو قاچاق مخه نيولې ده.
نوموړي وويل، چې په تېرو ١١مياشتو کې د ايران حکومت په ځانګړې توګه د قاچاق مسئلې ته پاملرنه کړې او ورسره يې مبارزه پياوړې کړې ده، دغه راز د قاچاقي مالونو ارزښت له ٢٥ مليارډو ډالرو څخه ١٥ مليارډو ډالرو ته کم شوی چې په تېرو ١١ مياشتو کې نور هم لس مليارډه ډالره کم شوی دی.
جهانګيري پر دې ټينګار وکړ چې د قاچاق ضد مقابله په اقتصادي ساحه کې له فساد سره د مبازرې يوه برخه ده، ايران به هرومرو د فساد د پېښېدو مخه نيسي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |